ملي دفاع وزارت وايي، د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسکو نړیوال امنیتي کانفرنس په څنډه کې د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو سره لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو همکاریو او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو بحث شوی دی.

