د افغانستان اسلامي امارت له ایټالیايي چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د هغه هېواد په کوزنزا ولایت کې د شوې پېښې څېړنه په شفافه توګه ترسره او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «په خواشینۍ سره راپورونه ترلاسه شوي، چې د ایټالیا جمهوریت د کوزنزا ولایت اړوند د امېندولارا په سیمه کې درې تنه افغان کډوال د یوه جنایي او ظالمانه برید په ترڅ کې په قصدي ډول ژوندي سوځول شوي او په شهادت رسېدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت دغه زړه بوږنوونکې او غیرې انساني پېښه په کلکو ټکو غندي او د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او د تسلیت مراتب څرګندوي.
په خبرپاڼه زیاته شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتنه کوي، چې د یادې پېښې څېړنه په شفافه او عادلانه توګه ترسره کړي، عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري، د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د تأمین او عدالت د تحقق لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، عزت، امنیت او اساسي حقونو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار شوی او هیله څرګنده شوې، چې د ورته دردناکو پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمن تدابیر ونیول شي.

