عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شمال لویدیځ او شمال ختیځ د دوه زونونو (د ۹ ولایتونو) له والیانو، علماوو شورا رییسانو، د استیناف محکمې رییسانو سره، چې د کندهار والي، د کندهار د علماوو د شورا مسولینو، د ستري محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارلافتاء عمومي رییس، د دیني خپرونو د کره کتنې رییس او یوشمېر استادانو سره لیدنه کړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د غونډې ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مهمې توصیې کړي، د شمال لویدیځ او شمال ختیځ ولایتونو د مسولینو فعالیتونه یې ستایلي او ویلي یې دي؛ تواصو بالحق او تواصو بالصبر تذکیر او مذاکره د مسلمانانو لپاره ضروري ده چې پخپل منځ کې یې عملي کړي، ځکه په دې سره د ایمان قوت حاصلیږي، کوم څوک چې مسولیت لري هغه تذکیر او مذاکرې ته ډیر ضرورت لري نو کوښښ کوئ پخپلو منځونو کې دا تذاکیر او مذاکرې او تواصو بالحق او تواصو بالصبر دوام داره کوئ تر څو غفلت په کارونو کې رانه شي دا یو اصلاحي ضرورت دی، دین نصیحت او خیر خواهي ده، تاسو به کوښښ کوئ چې په ټولو برخو کې خیرخواهي وکړئ د مسلمانانو لپاره خیر خواهي په دې کې ده چې وحدت او یووالي ته را وبلل شي ځکه چې په وحدت باندي د مسلمانانو قوت پیدا کیږي او په قوت باندي د مسلمانانو نظام محکم کیږي، په تفرقه او اختلاف باندي د مسلمانانو قوت له منځه ځي چې په نتیجه کې به دښمن پر غالب کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤلینو ته زیاته کړې، نن الله جلاجلاله د خدمت یو ښه موقع په لاس در کړې ده، د الله پاک د دین خدمت وکړئ شریعت راولئ، کوښښ وکړئ مسولیتونه په ښه طریقه سر ته ورسوئ او حق یې ښه ادا کړئ، مقصد به مو پکې دا وي چې د الله پاک دین را لوړ شي، د مسلمانانو د کامیابۍ کوښښ کوئ د ناکامۍ کوښښ به یې نه کوئ، خلک د الله طرف ته را بولئ د الله پاک بندګۍ او عبادت ته یې رابولئ، او ذکر ډیر کوئ الله تعالی ته رجوع ډیره کوئ.
همدارنکه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی والیانو او علماء کرامو ته په خطاب کې ویلي، موږ چې کومه عمومي عفوه کړې، هغه د دې د پاره وه چې انتقامونه وانه خیستل شي، او افغانستان په امن او په صلحه کې شي، او مجاهدین مو د دې څخه بند کړه چې انتقام واخلي، هغوی ته مو وویل تاسي اسلحه کېږدئ موږ تاسي نه وژنو حساب نه در سره کوو نو دوی هم اسلحه کښېښوله موږ هم عفوه ورته وکړه، بیا مو حساب نه دی ورسره کړی اوس یې هم نه ورسره کوو، نو چې موږ دومره غټه عفوه وکړه د شلو کالو جنګونو چې په هغه کې ډیر ظلمونه شوي وو، نو کوښښ وکړئ خلک وهڅوئ تر څو عفوي سره وکړي، او د ډیر وخت دخلکو بدۍ سره پاته دي، پکار ده چې تاسي اوس کوښښ وکړئ چې دا خلک تر بدۍ سره تیر شي، خپل منځ کې صلحي وکړي عفوه وکړي، آینده نسلونو ته نه شي سره پاته تر څو آینده نسلونه په قتلونو کې نه شي پاته، الله پاک علماوو او مسؤلینو ته دا یو فرصت راوستلی دی چې د خلکو تر منځ صلحي وکړئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله تلی صلحه به یې کوله، نو چې نبي عليه السلام صلحه کوله تاسو صلحي وکړئ، د خلکو تر منځ فساد ورک کړئ، صلحو ته توجه وکړئ، په تاسو کې متنفذین هم شته دا سپینږیري مخور خلک، د دغو په ذریعه باندي او خپله هم دا کوښښ وکړئ خلک نور د بدیو خلاص کړئ، نو افغانستان باید د علماوو په دوره کې داسي جوړ شي، چې هيڅ بدي پکې نه وي،او د هيڅ طرفه بې امني نه وي، د دې لپاره تاسي کوښښ وکړئ، صلحه د مسلمانانو ترمنځ دا ډیر لوی فضیلت او ثواب لري، الله جلاجلاله دې موږ موفق کړي، لکه دا عمومي صلحه چې مو په افغانستان کې را وستله دا د علماوو لپاره یو تاریخ دی، نو دغه جزئي صلحو ته دي هم علماء کرام او مسؤلین متوجه شي، او خلک دې ورته وهڅوي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په اخر کې مسولینو ته د تقوا، تواضع، عاجزي، او د خلکو تر منځ په عدل کولو سره مهمې لارښوونې او توصیې کړي او زیاته کړې یې ده، په خپلو مسولیتونو کې یواځي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ، د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ.
نوموړي ویلي، جې کوښښ وکړئ شریعت پر خپلو ځانو باندي عملي کړئ، تر څو خلک تاسي وویني او ستاسو تقلید وکړي، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، په فقهي مجالسو کې شرکت کوئ، په فقهي مجلسونو کې افاده او استفاده کیږي د علماوو تر منځ مینه او محبت پیدا کیږي، الله جلاجلاله علماوو ته د انبياوو عليهم السلام وراثت سپارلی دی، چې دوی به علم زده کوي او د شریعت په رڼا کې به خلکو ته لارښوونې کوي، علماء کرام او مسولین دي د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه اول په ځان باندې عملي کړي او وروسته دې یې خلکو ته بیان او ورسوي، په فرامینو خلک ښه پوه کړئ، حیثیت یې ورته بیان کړئ.
همدارنګه په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړی او ژمنه یې کړې، چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.

