ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمدالله وثیق د سن پترزبورګ نړیوالې ورزشي ناسته کې ګډون کړی

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د سنټ پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په ترڅ کې د روسیې د المپیک کمېټې او ورزش وزارت د رییس او وزیر میخایل دیګتیاریوف په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې ګډون کړی.

په دې ناسته کې، چې د یو شمېر هېوادونو د ورزش وزیرانو او د المپیکي کمېټو مسولینو هم ګډون درلود، د المپیکي ورزشونو پر شته ننګونو او د نړیوالو ورزشي همکاریو پر پراختیا خبرې او نظرونه تبادله شوي دي.

همدارنګه د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې ورزش باید له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي او د المپیک نړیواله کمېټه باید د ټولو هېوادونو شرایطو ته په کتو خپلې ورزشي برنامې تنظیم کړي، ترڅو د نړۍ ټولو ورزشکارانو ته په نړیوالو المپیکي سیالیو کې د ګډون برابر فرصتونه رامنځته شي.

ګډونوالو همداراز د روسیې د ورزش له مسولینو څخه د دغسې ناستو د برابرولو له امله مننه کړې او ورته غونډې یې د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره مهمې بللې دي.