د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د هوايي برید له امله لږ تر لږه څلور فلسطینیان شهیدان شوي او څو نور ټپیان دي.
د راپور پر بنسټ، دغه برید د غزې ښار د النصر سیمې په البراق ښوونځي ته نږدې پر یوه ملکي موټر ترسره شوی دی.
سرچینې وایي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
بلخوا، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې ۳۰ ناروغان له خپلو ۵۱ ملګرو سره د درملنې په موخه له غزې څخه ایستل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، یاد ناروغان د رفح له پولې مصر ته لېږدول شوي، څو خپله درملنه له غزې بهر بشپړه کړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړې، چې لا هم ګڼ شمېر ناروغان او ټپیان د وتلو اجازې ته په تمه دي او د طبي لېږد بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي.

