ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ریاض کې د افغانستان شارژدافیر، د خلیج همکاریو شورا له عمومي منشي سره لیدنه کړې

د خلیج همکاریو شورا عمومي منشي، جاسم البدیوي تېره ورځ (یکشنبه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د افغانستان سفارت له شارژدافیر عبدالفتاح سخي سره لیدنه کړې ده.

‏د خلیج همکاریو شورا په خبر پاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

 همداراز د سیمې او نړۍ د وروستیو سیاسي بدلونونو په اړه چې د دواړو خواوو لپاره ګډ اهمیت لري.