د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د جهادي آثارو د ساتنې قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له توشېح وروسته د دغه وزارت په ۱۴۹۲ ګڼې رسمي جریدې له لارې خپور شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، د جهادي آثارو د ساتنې قانون یوه مقدمه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري، چې د پلي کېدو مسولیت یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست ته سپارل شوی دی.
په دې قانون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست تشکیل، وظیفې یې او د امریکايي اشغال په وړاندې د ۲۰ کلن سپېڅلي جهاد په اوږدو کې د جهادي آثارو د راټولولو او تنظیمولو، د دغې دورې د جهادي آثارو او اسنادو د ثبت او د دغو آثارو د خپرولو د څرنګوالي په برخه کې د دې ریاست د بېلابېلو برخو وظیفې بیان شوي دي.
د دې قانون پر بنسټ، یاد ریاست همداراز مکلف دی چې د امریکايي اشغال په وړاندې د شل کلن سپېڅلي جهاد تاریخچه، د طالبانو د اسلامي تحریک د پیل کېدو لاملونه، د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د واکمنۍ بشپړ معلومات او همدارنګه د شورویانو او انګریزانو په وړاندې د مسلمانانو او مجاهدینو د جهاد او قربانیو تاریخچه په بشپړه توګه ولیکي.
عدلیې وزارت زیاته کړې، چې هېوادوال کولای شي د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپي بڼه د وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په برېښنایي بڼه د عدلیې وزارت د وېبپاڼې د قوانینو او حکمونو له ډیټابېس څخه ترلاسه کړي.

