د معیار او کیفیت ادارې د هېواد د بازارونو د خوندیتوب او د غیرې معیاري ودانیزو توکو د واردېدو د مخنیوي په لړ کې، د څه باندې ۳۲ ټنه بېکیفیته ایزوګامو د محمولې د ننوتلو مخه نیولې او بېرته یې اړوند هېواد ته مسترده کړې ده.
یادې ادارې ویلي، چې دغه محموله د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست په مرکزي لابراتوار کې له تخنیکي ارزونو او ازموینو وروسته له کورنیو معیارونو او د کیفیت له ټاکل شویو شرایطو سره ناسمه وپېژندل شوه، چې له همدې امله د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.
د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په دوامداره توګه روان دی او د وارداتي توکو د کیفیت څارنه د سالم بازار د رامنځته کولو، د مصرفوونکو د باور د لوړولو او له معیاري تولیداتو او سوداګرۍ څخه د ملاتړ لپاره مهمه بلل کېږي.
یادې ادارې ټینګار کړی، چې د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي لپاره به خپلې څارنې او تخنیکي ارزونې لا هم پیاوړې کړي.

