ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوناما سرپرست: افغانستان باثباته دى او اقتصادي وده يې مثبته ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرست، جورجت ګانیون د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د اوسني حاکمیت تر چتر لاندې باثباته دی، ځمکنی او اداري کنټرول تثبیت شوی او د حکومت پر وړاندې هېڅ وسله‌وال او سیاسي ننګونه شتون نه‌ لري.

نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشاره زیاته کړې، چې د دې هېواد اقتصادي وده په بشپړ ډول مثبته ده او په بنسټیزو زیربناوو کې د اوږدمهاله پانګونې له لارې مالي ثبات خوندي شوی دی.

د یوناما سرپرست دغه راز د افغانستان یوه مهمه لاسته‌راوړنه د نشه‌یي توکو د کښت نږدې بشپړ له منځه وړل یاد کړي دي.