ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قوش‌تیپې کانال د پروژې لومړی فاز د چارو ادارې ته سپارل کېږي

د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسولینو ګډه غونډه په کرنې وزارت ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، مولوي بازمحمد فیضان، د اړوندو ادارو له مسولینو سره په لیدنه کې ویلي: «موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، خو تر هغه وړاندې باید د پروژې نیمګړتیاوې وارزول شي او د حل لپاره یې اړین اقدامات ترسره شي.»

ټاکل شوې ده، چې د قوش‌تیپې کانال لومړی فاز د ملي پراختیا شرکت له لوري د چارو ادارې ته وسپارل شي. د پروژې د لېږد بهیر به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي، خو تر هغې پورې به د کانال د ساتنې او مراقبت مسولیت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر غاړه وي.

دغه‌راز په غونډه کې پرېکړه شوې چې د اړوندو ادارو یو ګډ تخنیکي پلاوی وټاکل شي، څو د پروژې تخنیکي ستونزې او شته نیمګړتیاوې وارزوي او د سپارلو له بهیر وړاندې د هغو د حل لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تیپې کانال پروژه د هېواد له سترو او ستراتیژیکو اوبو لګولو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د مدیریت او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې به مهم رول ولوبوي.