ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د منځني ختیځ کړکېچ به د نړۍ نورې برخې هم اغېزمنې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د منځني ختیځ بحران د لا ژورېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دې کړکېچ اغېزې به یوازې تر سیمې محدودې پاتې نه شي او د نړۍ نورې برخې به هم اغېزمنې کړي.

نوموړي وروستیو نښتو ته په اشارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « منځني ختیځ کړکېچ د لا ژورېدو پر لور روان دی او د دې پایلې به یوازې تر سیمې محدودې نه وي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د یوه ډیپلوماتیک حل او د نښتو مخنیوي لپاره هڅې وکړي.