د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه درې پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په لومړي برید کې وسلهوالو د بره دير «اپر دیر» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ، چې له امله یې درې پولیس ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
راپور زياتوي، څو ساعته وروسته له چاودېدونکو توکو ډک موټر په بنو ښار کې د پولیسو پر يوه تمځای برید وکړ، چې په پایله کې یې لږترلږه پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

