د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د هېواد په کچه د کوکنارو د کښت د منع په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳۱مې ګڼې فرمان د تشریح په موخه غونډه جوړه کړه.
د بهرنیو چارو وزارت نن «یکشنبه، د چنګاښ ۲۸مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د دعوت او ارشاد رییس، د وزارت کارکوونکو او یو شمېر علماوو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د یاد فرمان د موخو، حقوقي او ټولنیزو اړخونو، نړیوالو اغېزو او د نشهیي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې پر تګلارې خبرې وشوې.
ډاکټر محمد نعیم وویل، نشهیي توکي یوه ټولنیزه ستونزه ده او د هغې مخنیوی د ټولنې د ټولو غړو ګډ مسولیت دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې هر وګړی باید د عامه پوهاوي، د دې پدیدې د پراختیا د مخنیوي او خپلې دیني او ټولنیزې دندې د ادا کولو لپاره هڅه وکړي.
د هغه په وینا، د نشهیي توکو تر ټولو ډېر زیان د ټولنې ځوان قشر ته رسېږي، په داسې حال کې چې ځوانان د ټولنې اساسي ستن ګڼل کېږي او په دې پدیده د هغوی اخته کېدل د ټولنې د ودې، پرمختګ او غوړېدو پر وړاندې خنډ جوړوي.
همداراز مالي او اداري مرستیال د یاد فرمان پر بشپړ او اغېزمن پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، د دغه فرمان عملي کول د ټولنې د روغتیا، امنیت، ټولنیزې هوساینې، د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د هېواد د اعتبار د لوړولو لپاره مهم رول لري.
له بلې خوا، مسولینو د کوکنارو د کښت، د نشهیي توکو د تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي په برخه کې د یاد فرمان پر اهمیت او اغېزو ټینګار وکړ او هغه یې د ټولنې د روغتیا د خوندي کولو او د ټولنیزو زیانونو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام وباله.
همدارنګه د غونډې په پای کې له ګډونوالو وغوښتل شول، چې د عامه پوهاوي، د نشهیي توکو د مخنیوي او د ۳۱مې ګڼې فرمان د احکامو د عملي کېدو لپاره خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکړي او خپلې دیني او ملي دندې په لا ښه توګه ترسره کړي.

