د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې تېره ورځ دوشنبه(د چنګاښ ۲۹مه) د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو درنه مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد وایي، د لومړنیو ارقامو له مخې په نورستان کې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله ۲۰ تنه شهیدان شوي، شاوخوا ۸۰ تنه ټپیان شوي او له ۱۰۰ څخه زیات نادرکه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښايي د مرګژوبلې شمېر بدلون ومومي.
همدارنګه د نورستان والي زینالعابدین رسنیو ته ویلي، چې په بېدرکه کسانو کې د پارون ښاروال، د لومړي کنډک قوماندان، د هغوی یو شمېر همکاران، دولتي کارکوونکي، ځایي اوسېدونکي، هټیوال او نورستان ته ورغلي یو شمېر سیلانیان شامل دي.
چارواکي وایي، د زیانمنو سیمو د ارزونې او د ژغورنې عملیات دوام لري او هڅې روانې دي، څو بېدرکه کسان وموندل شي او زیانمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسول شي.
دغهراز د نورستان والي، قاري زین العابدین عابد په نړیوالو ادارو، موسسو او ملي سوداګرو غږ کړی، چې د نورستان له سېلابځپلو سره مرسته او همکاري وکړي.
ورتهمهال د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، په نورستان کې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشیني ښودلې او شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت ټولې اړوند ادارې د پاتې خلکو د سر او مال د ژغورنې لپاره هڅه کوي او په ښه ډول به ورته رسېدنه وشي.

