ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر ملا عبدالواسع خادم په مشرۍ، د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی نورستان ته رسیدلی

د ریاست‌الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم، په مشرۍ  لوړ پوړی پلاوی نورستان ولایت ته رسېدلی او د دغه ولايت مرکز پارون اړوند هغه سیمې یې له نږدې کتلي، چې د وروستیو سختو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

په دې لیدنه کې د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار، نوموړي ته د سېلابونو د زیانونو، د اغېزمنو کورنیو وضعیت او د بېړنیو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع خادم ویلي، اسلامي امارت به د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې، مرستو او بیارغونې لپاره اړین اقدامات وکړي.