د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې هېواد یې نورستان کې د خونړیو او وېجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کسانو سره مرستې کړې دي.
ښاغلي جیسوال زیاته کړې، دغه مرستې چې خوراکي توکي او خېمې پکې دي د افغانستان د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ادارې ته سپارل شوې دي.
همدا راز نوموړي ټینګار کړی، چې هند په دغو سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

