ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالغفار بحر په تاشکند کې د ازبکستان او افغانستان سوداګریز فورم کې ګډون کړی

په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر، شیخ عبدالغفار بحر، په تاشکند کې د ازبکستان او افغانستان د خوړو، درملو او طبي محصولاتو سوداګریز فورم کې ګډون کړی.

ښاغلي بحر په دې فورم کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د باکیفیته خوړو او درملو، ګډې پانګونې، د ټکنالوژۍ لېږد او د حیرتان په صنعتي مرکز کې د درملو د تولید پر پراختیا ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان سفارت د دواړو هېوادونو د سوداګرو هر اړخیز ملاتړ ته چمتو دی او په دې برخه کې یې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.