د افغانستان بدن ښکلا او فېټنېس فدراسیون له لوري، چې په کابل کې د بدن ښکلا او فېټنېس سیالۍ پیل شوې وې، د ۱۱۰ لوبغاړو په غوراوي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له ۲۱ ولایتونو څخه ۲۰۹ لوبغاړو له ۵۵ کیلوګرام وزن نه تر +۹۵ کیلوګرام وزنونو کې ونډه اخیستې وه، چې پایله کې ۵۰ تنه د بدن ښکلا او ۶۰ تنه نور بیا د فېټنېس برخې ملي لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادولو ده، چې په دې سیالیو کې ګلاجان د مسټر افغانستان په توګه ونومول شو.

