ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي لومړی ځل سوريې ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک ویلي، چې د دې اونۍ په وروستیو کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د سوریې حکومت په رسمي بلنه دمشق ته سفر وکړي.

د نوموړي په وینا، ګوتېرېش به د دې سفر پر مهال د سوریې له ولسمشر احمد الشرع او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

دوجاریک زیاته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي به د سوریې حکومت او خلکو څخه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا به نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه سوریې ته د انتونیو ګوتېرېش لومړنی رسمي سفر وي.