له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مسولينو، په تېره اداره کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر امیرزي سنګین، د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې له مرستیال محمد عظیم کربلایي، د عامه ساتنې او تصدۍ له مرستیال عبدالجمیل جنبش او د فراه، خوست، کونړ او میدان وردګو ولایتونو له والیانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې نوموړو افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او ټینګار یې کړی چې سوله، هوکړه او ملي یووالی د هېواد د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره غوره لار ده.
دوی زیاته کړې، چې ټول افغانان باید د هېواد د ابادۍ، ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي او ویلي ېې دي، د هغو پخوانیو سیاسي شخصیتونو د بېرته راستنېدو لپاره چې لا هم له هېواده بهر ژوند کوي، باید هڅې وشي، ترڅو په خپل هېواد کې د عزت، امنیت او ډاډ په فضا کې ژوند وکړي.
همدارنګه هغوی په هېواد کې د تامین شوي امنیت ستاینه کړې، د روانو زیربنایي پروژو په اړه یې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې باید د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلو.
دغهراز په دې لیدنه کې له ګډونوالو څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان اوسنی واقعي وضعیت او حقایق له بهر مېشتو افغانانو سره شریک کړي.
په پای کې مولوي عبدالله غزنوي ډاډ ورکړی، چې د اړیکو کمېسیون به د هغوی د ستونزو د حل لپاره اړینې هڅې وکړي.

