د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ، د نورستان سېلاب ځپلو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د زیانمنو شویو روغتیايي وضعیت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د اړتیاوو ارزونه او د اړینو روغتیايي تجهیزاتو او توکو په برابرولو خبرې شوې دي.
همداراز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې د روغتیايي خدمتونو ښه والي او د سېلابځپلو د اړتیاوو پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

