ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالۍ د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو استوګنيزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل کړې

د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې د تنظیف ریاست شاته د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې.

کابل ښاروالۍ وایي، دا پروژه د استوګنې لپاره د مناسبو ځایونو د برابرولو، د ځمکو د اغېزمنې کارونې او د ښار د معیاري پراختیا په موخه پلې کېږي او ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري.

د ښاروالۍ په وینا، په راتلونکې کې به په همدې سیمه کې ۳۶ نور استوګنیز بلاکونه هم جوړ شي، چې عملي چارې به یې د تخنیکي اسنادو له بشپړېدو او د پلان له منظورېدو وروسته پیل شي.