د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د اقتصاد او ځانبسیاینې اونۍ مهمې لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د نوموړي په وینا، په تېر کال کې د کانونو، صنعت، سوداګرۍ، کرنې، ترانسپورټ، معیار او کیفیت او بانکي نظام په برخو کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د پانګونې د جلب لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
پنځه کلنه پراختیایي ستراتیژي
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان پنځه کلنه پراختیایي ستراتیژي د اقتصادي کمېسیون تر تصویب او د اسلامي امارت د رهبرۍ تر تایید وروسته منظوره شوې ده. دغه ستراتیژي درې اساسي ارکان او ۱۵ لومړیتوب لرونکي پروګرامونه لري چې پر ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، امنیت او اقتصادي او ټولنیزې پراختیا تمرکز کوي. همدارنګه، د ۱۴۰۵ مالي کال پراختیایي بودیجه هم د همدې ستراتیژۍ پر بنسټ ترتیب شوې ده.
د کانونو سکتور
د کانونو او پټرولیم په برخه کې له ۱۰ میلیارده افغانیو څخه زیاته پانګونه شوې، په ۲۸ ولایتونو کې د ۴۵ نوو معدني سیمو نښې ثبت شوې او ۳۵۰ معدني پروژې داوطلبۍ ته وړاندې شوې یا یې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.
همدارنګه، د معدني قراردادونو له لارې ۵۰ زره کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره شوې او د رامنځته شویو کاري فرصتونو شمېر ۲۰۰ زره دندو ته رسېدلی دی.
صنعت، سوداګري او پانګونه
د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۱.۷۲۲ میلیارده ډالر صادرات او ۱۲.۱۷۸ میلیارده ډالر واردات دي.
همدارنګه، ۲۸۰۴ جریبه ځمکه ۵۷۶ کارخونو ته وېشل شوې، په ۱۶ بېلابېلو سکتورونو کې ۱۷۴ نوو صنعتي شرکتونو فعالیت پیل کړی او ۳۴ میلیونه ډالره نوې صنعتي پانګونه شوې ده.
د کورني صنعت د ملاتړ لپاره یو میلیون او ۷۴۶ زره ټنه وارداتي خام مواد او ۱۳۲۹ صنعتي ماشینونه له ګمرکي معافیت څخه برخمن شوي دي.
د پانګونې په برخه کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲.۳۸۹ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۵۰ سوداګریز او پانګیز تفاهملیکونه او تړونونه لاسلیک شوي دي.
کرنه او مالداري
د کرنې په برخه کې په ۱۲ ولایتونو کې ۶۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه وېشل شوي، په ۱۰۰۱ جریبه ځمکه کې د څاڅکي اوبو لګولو سیستم لرونکي مېوهلرونکي باغونه جوړ شوي او له بزګرانو څخه ۲۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه غنم پېرودل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال نږدې ۳.۹ میلیونه مټریک ټنه شیدې تولیدوي چې د کورني اړتیا څخه زیاتې بلل شوې دي.
طبیعي سرچینې
په طبیعي سرچینو کې شاوخوا ۱۸.۶ میلیونه نیالګي کېنول شوي، د پستې ۱۴۴ هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه بېرته رغول شوي او د چهارمغزو ځنګلونه په ۱۸۵ هکټاره ځمکه کې پراخ شوي دي.
ترانسپورټ
د ترانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې له هوايي ډګرونو څخه ۱۲ زره او ۸۳۲ الوتنې ترسره شوې او یو میلیون او ۵۷۰ زره او ۸۹۶ مسافر لېږدول شوي دي.
همدارنګه، له ۴۶ میلیونه او ۵۹۲ زره ټنو څخه زیات سوداګریز توکي د ځمکني ترانسپورټ له لارې انتقال شوي او د ۶۰ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې، چې له ډلې یې ۲۱ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
معیار او کیفیت
د معیار او کیفیت په برخه کې تر اوسه ۱۰۰۳ ملي معیارونه تصویب شوي دي. په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له ۱۰۴ زرو څخه زیاتې د ساختماني موادو نمونې، ۵۲۵۶ د برېښنایي تجهیزاتو نمونې او سلګونه نورې نمونې ازمویل شوې دي. همدارنګه، اته تخصصي لابراتوارونه فعال او سمبال شوي دي.
بانکي نظام
د بانکي نظام په برخه کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال په پرتله ۶.۰۱ سلنه لوړ شوی، په دوران کې د افغانۍ ټولیزه اندازه ۴۰۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلې او د بانکي تمویلاتو له لارې ۱۴۱ زره او ۸۸۹ کسانو ته د مستقیم او غیرې مستقیم کار زمینه برابره شوې ده.
د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا، د پانګونې د ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د کرنې او کانونو د سکتورونو د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې دوامداره وې، څو هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې او دوامدارې اقتصادي ودې پر لور لا نور هم پرمختګ وکړي.

