د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د کابل ښار اتمې ناحیې له لسګونو علمای کرامو، د ګذر وکیلانو، متنفذینو او ځوانانو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې راغلو علماوو او مشرانو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ژمنه تازه کړې او ویلي يي دي، په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت اساسي پروژې پیل کړې دي.
دوی زیاته کړې، په تېره اداره کې، د جنايي جرمونو، قاچاق او مخدره توکو کچه اوج ته رسېدلی وه، په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې فساد ځای نیولی وو، خو د اسلامي نظام له حاکمېدو سره د جرمونو، قاچاق او مخدره توکو مخه نیول شوې او په ټول هېواد کې د امن ټغر خپور شوی دی.
دا چې اسلامي نظام حاکم شوی باید له دې فرصت څخه د اسلام، هېواد او هېوادوالو په ګټه، سمه استفاده وشي او افغانستان تلپاتې ثبات ته ورسول شي.
یادو مشرانو، دغه راز د اتمې ناحیې د ولسونو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له لوی رییس سره شریک کړي.
مولوي ذاکر له راغلو علماوو او مشرانو څخه په مننې ویلي، افغانستان وروسته له ډېرو کړاوونو او تکلیفونو د ارام ساه اخیستې ده، چې باید ټول افغانان یې د ابادۍ لپاره سره یو موټی شي.
نوموړي زیاته کړې، د تاریخ په اوږدو کې پر افغانستان فکري، فرهنګي او نظامي یرغلونه شوي، خو د افغانستان غیور او مجاهد ملت یو بل ته لاسونه ورکړي او پر وړاندې یې سپر شوي، چې په پایله کې يې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شو.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی چې امنیت يې تامین شوی، هر افغان ته خپل حق رسېږي او په ډېرو کمو امکاناتو د بیارغونې او ابادۍ کارونه شروع شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د اتمې ناحیې د اوسېدونکو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

