ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له مرستیالې او د طب پوهنځي ریيس سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په کوالالمپور کې د افغانستان لوی سفارت په مقر کې د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له مرستیالې او د طب پوهنځي ریيس جمال الدين عبدالرحمن سره ليدنه کړې.

ليدنه د عامې روغتیا سرپرست وزیر او په ماليزيا هېواد کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقيب الله احمدي په شتون کې تر سره شوه.

په یاده لیدنه کې د روغتيا په برخه کې د روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې، افغان محصلينو ته د زده کړو زمينې برابرولو او د روغتيا په برخه کې د تجاربو شريکولو په اړه خبرې شوي.

سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د ماليزيا هېواد له افغانستان سره په بيلا بيلو برخو کې تعامل ستایلی او په اکاډميک بهير کې يې له افغانستان سره د دوۍ ونډه او همکاري اړينه ګڼلې.

 د نړيوال پوهنتون مرستیالې او د طب پوهنځي رییس په ياده برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه کړې او په وينا يې د افغان محصلينو او روغتيا پالانو د روزنې په برخه کې به پوره همکار اوسي.