د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین د قول اردوګانو له قومندانانو او لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه کړې.
د نوموړي په وینا؛ په دې لیدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین ویلي، چې د افغانستان پر اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې فشارونه به کومه ګټه ونه لري، بلکې د بې باورۍ فضا به رامنځته کړي.
یو شمېر کارپوهان د هېواد د نظامي قول اردوګانو له چارواکو سره د اسلامي امارت د مشرتابه ناسته هیله بښونکې بولي او وایي، چې د اوسنیو ستونزو یوازینی حل له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل دی او نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت په اړه پخپل دریځ کې بدلون راولي.
یو شمېر نور کارپوهان له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره د خبرو اترو د دوام غوښتنه کوي وايي، د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې خپلې غوښتنې په پام کې ونه نیسي.
د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه تل له نړۍ سره پر تعامل ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

