ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

عامې روغتیا وزارت وايي، چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسن څلور ورځنی کمپاین پیل شو، چې شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان به پکې واکسین شي.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له امله د هېواد په ختیځو ولایتونو کې په ښځو او ماشومانو کې ساري ناورغۍ په ځانګړي ډول د ګوزڼ ګواښ زیات شوی او له همدې امله به دغه بهیر د هېواد د ختیځو ولایتونو په ۴۲ ولسوالیو کې تر اوو ورځو پورې دوام ولري.
له بل لوري یو شمیر میندې او پلرونه د ګوزڼ ضد واکسین د خپلو ماشومانو د ګوزڼ په مخنیوي کې اغیزمن ګڼي او له کورنیو غواړي، چې خپل ماشومان د ښې راتلونکې په موخه واکسین کړي.
ډاکټران بیا له خلکو غواړي، تر څود ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې سږ کال د هېواد په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پېښې ثبت شوې.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې روان زېږديز کال کې له پاکستان څخه د افغانانو د جبري ایستلو له پيل سره د دې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ ډېر شوى.