ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۱۳ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پینځم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د وزلوبې او دودیزو لوبو د فدراسیون په همغږۍ د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې پینځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د کابل په یکه توت سیمه کې پیل شوې، چې د پیل په مراسمو کې یې د هېواد د ورزش ادارې رهبرۍ، د هېواد لوړپوړو چارواکو، لسګونو مېلمنو او ګڼو تماشه چیانو برخه ګډون کړی و.

 ددې سیالیو په پیل غونډه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د ورزش ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان، د ریاست الوزرا ادري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي راډیو تلویزیون رییس قاري محمد یوسف احمدي، د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا محمدفاضل، لیکوال او شنونکی انجینیر نظرمحمد مطمین، د وزلوبې فدراسیون مسوولینو، د ورزش ولایتي مسولینو، د بېلابېلو ادارو غړو او د وزلوبې ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وزلوبې د دې پړاو له ترسره کولو خوښي ښودلې او ويلي يي دي؛ اسلامي امارت هوډ لري، چې په هېواد کې د ورزش سربېره ټولو ملي او عنعنوي دودونو ته وده ورکړي.

اسلامي امارت له دودیزو ورزشونو ملاتړ کوي او ورزش کولی شي چې ځوانان له نشه یي توکو او نورو ناوړه کړنو راوګرځوي.

ښاغلي حنفي پر ورزشکارانو غږ کړی، چې دا سیالۍ د ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شي او ټولو چاپ اندازنو او پهلوانیانو ته یې د مخکښۍ هیله څرګنده کړې.

د ورزش ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق ویلي؛ د وزلوبې پینځم پړاو په داسې حال کې پیلیږي، چې هېواد د چټکې ځان بسیاینې پر لور ګامونه اخلي او سرتاسري امنیت دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ورزش د پراختیا او ودې په حال کې دی.

همداشان د ورزش اداره نه یوازې د کورنیو سیالیو ملاتړ کوي؛ بلکې په سیمه ییزه او ملي کچه هم ښه ځلېدلي چې غوره بېلګه یې د چین په کوربتوب له سلو د ډېرو لوبغاړو ګډون دی.

ښاغلي وثیق دغه راز د ورزش لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي؛ لوبغاړو یې په ۶۰ نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې، چې غوره لاسته راوړنې یې لرلي او په خبره یې، هڅه کوي په هېواد کې ملي او سنتي لوبې راژوندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې د دودیزو او سنتي لوبو لوبډلې لري.

هغه د نړیوالو ورزشي ادارو په اړه ویلي؛ موږ په ځانګړي ډول له فیفا او د المپیک له نړیوالو ادارو سره په لیکه یو، دوی مو له افغانستان سره ګډ کار ته رابللي او همدا مو لومړیتوب دی.

موږ د المپیک او فیفا ورزشي آرونو ته ژمن یو او هیله ښیو چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول مالي لګښت کې زموږ ملا وتړي او په پای کې  یې د ملي راډيو تلویزیون له رهبرۍ مننه کړې، چې د دې سیالیو ژوندی پوښښ یې ومانه.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به د ( بامیانو، میدان وردگ، پنجشیر، لوگر، بلخ، سمنگان، سرپل، لوگر، بدخشان، کندهار، کندوز، تخار او خوست) ولایتونو د زلمیو، ځوانانو او لویو چاپ اندازانو ترمنځ ترسره شي.

دا سیالۍ چې موخه یې د دودیزو او سنتي سیالیو وده ده، هر کال د وزلوبې او نېزه وهونې په نوم ترسره کیږي، چې سږکال یې پینځم پړاو دی.