ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې اماراتو ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۷۲ منډو ستره ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۳ لوبغاړو په سوزېدو ۲۰۳ منډې جوړې کړې.

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې ښه پیل واخیست او د رحمان‌الله ګربز د چټکې سلیزې او د ابراهیم ځدراڼ د پنځوسیزې پر مټ یې مقابل لوري ته ۲۰۴ منډې هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې د اماراتو کرېکټ لوبډلې په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوزېدو سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې لوبه د ۷۲ منډو په ستر توپير وبایلله.

د افغانستان لپاره فضل حق فاروقي د توپ اچونې غوره پیل وکړ او دوې ویکټې یې واخیستي.

دغه‌راز نوین الحق او قیس احمد هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې د افغانستان په نوم کړه.

رحمن‌الله ګربز د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې سیالیو دویمه لوبه به د روان کال د مرغومې/جدي په ۱۰مه په شارجې لوبغالي کې ترسره شي.