ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې له اماراتو د درېیو شل اوریزو سیالیو جام وګاټه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ په کوربه توب د درېیو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ جام پخپل نوم کړ.

په دې سیالیو کې لومړۍ او وروستۍ لوبې افغانستان وګټلې او دویمه بیا متحده عربي اماراتو پخپل نوم کړه.

د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې مقابل لوري ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او شل اوریز جام یې پر خپل نوم کړ.

د وروستۍ لوبې پچه اماراتو وګټله، د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه او افغان لوبډلې ته یې ۱۲۷ هدف وټاکه.

افغان لوبډلې یاد هدف د اتلسم اور په درېیم بال پوره کړ.

نوین الحق د خپلې غوره توپ‌اچونې له امله، چې څلور ویکټې یې واخیستې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به څو ورځې وروسته د هندوستان پر وړاندې د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه هندوستان ته سفر وکړي.

یادې سیالۍ د هندوستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.