ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ اسټرالیا د ټیسټ لوبو په درجه‌بندي کې لومړی مقام خپل کړ

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو ټېسټ لوبو په لوبلړۍ کې پاکستان ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

اسټرالیا کرېکټ لوبډله د پاکستان له ماتولو وروسته د ټیسټ لوبو په درجه‌بندي کې له هند مخکې شوه او لومړی مقام یې خپل کړ.

پاکستان په تېرو ۲۵ کلونو کې له اسټرالیا څخه په دې هېواد کې کومه ټسټ لوبه نه ده ګټلې.

پاکستان او اسټرالیا له ۱۹۹۹ کال راهیسې د اسټرالیا په کوربتوب د ټیسټ شپږ لوبلړۍ کړې، چې ټولې یې د پاکستان په ماتې او د اسټرالیا په بري پای ته رسېدلې دي.

اسټرالیا وروسته له دې چې له پاکستانه یې یاده لوبلړۍ په ستر توپیر وګټله د ټېسټ لوبو په تازه درجه‌بندي کې د ۱۲۱ امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړ.

په دویم مقام کې بیا هندوستان کرېکټ ملي لوبډله د ۱۱۷ امتیازونو په لرلو سره شتون لري.