د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ په لیري پرته سیمه “لوی پامیر” کې د لومړي ځل لپاره سلام مخابراتي شبکې فعالیت پیل کړ.
له دې وړاندې د یاد ولایت په کوچیني پامیر کې هم مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړی و.
د يادوني وړ ده، چې د ۱۴۰۱ هـ ل کال د اسد په مياشت کې يادې سيمې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د شپږ ورځني سفر پر مهال د سيمې اوسېدونکو د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنه هم درلوده.
د مخابراتو وزارت يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال کړې او نور خصوصي شرکتونه يې هم هڅولي، چې د هېواد ملي پارک واخان تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د پاميرونو او واخان سيمو وګړي د روغتيا، زدهکړو او ګڼو عامه خدمتونو ترڅنګ له نورو بشري مرستو څخه هم برخمن شوي.
له يادې سيمې څخه د چين تاريخي ورېښمو لاره هم تېريږي، چې د اسلامي امارت کابينې يې د جوړولو پريکړه تصويب کړې ده.
دغهراز لوی پامير ته په لومړي ځل د لارې جوړولو لپاره ثقيله ماشينري سيمې ته انتقال شوې ده.
د سیمې خلک د اسلامي امارت له خدمتونو خوښ او راضي دي.