ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بدخشان؛ لوی پامیر کې په لومړي ځل مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړ

د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ په لیري پرته سیمه “لوی پامیر” کې د لومړي ځل لپاره سلام مخابراتي شبکې فعالیت پیل کړ.

له دې وړاندې د یاد ولایت په کوچیني پامیر کې هم مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړی و.

د يادوني وړ ده، چې د ۱۴۰۱ هـ ل کال د اسد په مياشت کې يادې سيمې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د شپږ ورځني سفر پر مهال د سيمې اوسېدونکو د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنه هم درلوده.

د مخابراتو وزارت يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال کړې او نور خصوصي شرکتونه يې هم هڅولي، چې د هېواد ملي پارک واخان تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د پاميرونو او واخان سيمو وګړي د روغتيا، زده‌کړو او ګڼو عامه خدمتونو ترڅنګ له نورو بشري مرستو څخه هم برخمن شوي.

له يادې سيمې څخه د چين تاريخي ورېښمو لاره هم تېريږي، چې د اسلامي امارت کابينې يې د جوړولو پريکړه تصويب کړې ده.

دغه‌راز لوی پامير ته په لومړي ځل د لارې جوړولو لپاره ثقيله ماشينري سيمې ته انتقال شوې ده.

د سیمې خلک د اسلامي امارت له خدمتونو خوښ او راضي دي.