ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کرېکټ بورډ پر درېیو ملي لوبغاړو وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د یوې ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پایله کې یې د ملي لوبډلې پر درېیو لوبغاړو (مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق) وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل، چې پر بنسټ به یې ښایي دوی ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي.

دغه راز دوی به د ملي بوختیا او د ادارې ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې هم ګډون وکړای شي.

کرېکټ بورډ زیاتوي، چې یادو لوبغاړو پر دوی له لګېدلو بندیزونو وروسته د برېښنالیک له لارې له کوم قید او شرط پرته بېرته افغانستان کرېکټ بورډ ته مراجعه کړې او د دوی پر وړاندې د پرېکړې په اړه د تجدید نظر د غوښتنې سربېره یې د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو لپاره بشپړه ژمنتیا شودلې ده.

نو افغانستان کرېکټ بورډ هم یوې کمېټې ته دنده ورکړه، ترڅو د دوی غوښتنې ته لاسرسی وکړي، چې له امله یې کمېټې ارزونه پیل او د افغانستان کرېکټ بورډ له مشرتابه سره د نهایي پرېکړې په موخه خپله پرېکړه شریکه کړه.

په یاده تعدیل شوې پرېکړه کې راغلي، چې د تېرو وضع شویو بندیزونو پر ځای به پر یادو لوبغاړو یو لړ اصول پلې شي، ترڅو په راتلونکي کې له ورته پېښو ډډه وشي، خو دوی به مرکزي قرارداد لاسلیک کړای شي او محدوده شمېر سوداګریزو لیګونو کې به ولوبیږي چې په لاندې دریو ټکو کې ورته اشاره شوې ده:

لومړی: یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلې اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش هم ګرځول کېږي.

دویم: ملي دندې او د ادارې ګټو ته په کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOCs ورکول کېږي.

دریم: دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګي او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي، دا چې یادو لوبغاړو له دې وړاندې د خپل هېواد لپاره غوره لاسته راوړنې او ویاړونه درلودل او په لوبډله کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي، اداره دا پرېکړه کوي او هیله ده چې یاد لوبغاړي د پخوا په څېر په غوره ډول خپلو کړنو ته دوام ورکړي او د افغانستان د ویاړ لاملونه شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې: “زموږ ټولو لوبغاړو له شک پرته افغانستان ته ډېر څه کړي او افغانستان یې نړیوالو ته په ډېر غوره او ښه توګه معرفي کړی.

خدای دې وکړي په راتلونکي کې بیا داسې څه رامنځته نه شي، چې له امله یې اداره یا لوبغاړي خوابدي شي، ځکه اداره له خپلو اتلانو د تل په څېر د غوره کړنو او د افغانستان لپاره د غوره استازولی هیله لري.”

د ښاغلي اشرف په وینا؛ اداره او اصول زموږ په ګډون له ټولو لوړ دي او د ادارې هیڅ کس هم له اصولو مستثنا کېدلای نه شي، بلکې په راتلونکي کې به هم د ورته موضوعاتو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي، ځکه د ادارې حیثیت زموږ لپاره لومړیتوب دی.

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق له دې وړاندې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله له یو لړ بندیزونو سره مخ شوي وو، چې له امله یې ترې د یوه کال لپاره د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو امتیاز اخیستل شوی و او دغه راز د دوو کلونو لپاره یې په سوداګریزو لیګونو کې ګډون نه شوی کولای.