ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان ملي لوبډله د سریلانکا او ایرلېنډ پر وړاندې د درې واړو بڼو لوبلړۍ ترسره کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې افغان ملي لوبډله د روان کال فبروري میاشت کې سریلانکا ته د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي.

دغه راز به د همدې میاشتې له ۲۸مې د مارچ تر ۱۸مې د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له سریلانکا سره د کرېکټ د درې واړو بڼو اوږده لوبلړۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ زیاتوي: “یاده لوبلړۍ چې د سریلانکا له کرېکټ بورډ سره د افغان کرېکټ بورډ د مشرتابه په همغږۍ برابره شوې، له پلان سره سم به ټېسټ لوبه د فبروري میاشتې له ۲مې تر ۶مې نېټې د کولامبو په سینهالیس لوبغالي او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې پر ۹مه، ۱۱مه او ۱۴مه د کولمبو په پرمډاسا لوبغالي کې ترسره شي.

سربېره پر دې به د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم د فبروري پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه د ډامبولا په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.”

کرېکټ بورډ وايي، چې د سریلانکا له سفر وروسته به افغان کرېکټ ملي لوبډله د فبروري میاشتې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي، چې له مخې به یې د فبروري له ۲۸مې د مارچ تر ۳مې نېټې  پورې یوازینۍ ټېسټ لوبه د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کړي.

دغه‌راز به درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ په ترتیب سره د مارچ پر ۷مه، ۹مه او ۱۲مه او درې نړیوالې شل اوریزۍ لوبې د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه نېټو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.