د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست د جهادي مدرسې له مشر شیخ افضل حسین او د ننګرهار ولایت له مرستیال والي مولوي سعید احمد سره لیدنه کړې.
شیخ افضل حسین خوښي څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت په ټینګښت سره د علمای کرامو مشورو او وړاندیزونو ته پوره ارزښت ورکول کېږي او په هېواد کې د دینې مدرسو د ښه والي لپاره کار روان دی.
نوموړي، د خوست د جهادي مدرسې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد د ننګرهار د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او د ننګرهار د اوسېدونکو ځینې ستونزې یې شریکې کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشورې او وړاندیزونه په خورا حوصله اوري او د پلي کېدو لپاره یې هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د خوست د جهادي مدرسې او د ننګرهار د خلکو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي ټینګار کړې؛ چې د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ واټن رامنځته نشي او مسولین دې له خلکو سره اړیکي پراخې کړي.