ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د وروستیو سېلابونو په تړاو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت اعلامیه!

په ډېرې خواشینۍ سره چې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، ډایکنډي او د هېواد په نورو سیمو کې بېسارو ورښتونو او سېلابونو زموږ هېوادوال ځپلي او لا هم په ډېرو برخو کې سېلابونه روان دي.

 له بده مرغه د وروستيو سېلابونو له امله له زموږ ګڼ شمېر هېوادوال په مختلفو ولایتونو کې شهیدان شوي دي. په زرګونو کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه او عامه تاسیسات ویجاړ شوي، په زرګونه څاروي تلف او کورنۍ اواره شوي دي.

موږ د خونړیو سېلابونو او د رامنځته شویو تلفاتو په اړه د خپلې خواشینۍ څرګندونه کوو، له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي شریکوواو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو.

له ټولو هغو دوستو هېوادونو، کورنیو او بهرنیو ادارو، پانګوالو، سوداګرو او هېوادوالو څخه مننه کوو، چې د زیانمنو شویو کورنیو د ژغورلو لپاره یې هڅې کړي او هغوی ته یې بېړنۍ مرستې رسولي دي.

اسلامي امارت له خپلو ټولو ممکنه امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د خپلو هېوادوالو د ژغورلو او زیانمنو شویو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو هڅې کوي؛ خو په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو شدت او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو وسعت ته په کتو، ښکاري چې افغانستان لا ډېرو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

موږ له ټولو دوستو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غواړو، چې له اواره شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

له خپلو شمتنو هېوادوالو څخه هم غوښتنه کوو، چې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي او ټول مسولین دې تر خپل وروستي توان پورې، د زیانمن شویو هېوادوالو خدمت وکړي.

یو ځل بیا ټول زیانمن شویو هېوادوالو ته تسلیت وایو، شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوو او وارثانو ته یې جمیل صبر غوښتنه کوو.