ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران له قضايي پلاوي سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د افغان کډوالو په اړه په ګډو همکاریو خبرې شوي

د ایران د قضايي قوې مرستیال دوکتور غریب ابادي د یو لوړ رتبه قضايي پلاوي په مشري د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربتوب له امله یې ترې مننه کړې.

نوموړي همداراز د هېواد په روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت رڼا اچولې او د دواړه هېوادونو ترمنځ د زندانیانو ستونزو ته د رسېدو، د زندانیانو د استرداد د هوکړه لیک پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیدا کولو او د افغان کډوالو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په یاد هېواد کې بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې برابرولو غوښتنه کړې.

د ایراني پلاوي مشر د افغانستان له امنیتي وضعیت او له مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې په تړاو د اسلامي امارت له موقف څخه خوښي ښودلې.

غریب آبادي ویلي؛ موږ دا درک کړې، چې د افغانستان حکومت د مخدره موادو سره د قاطع مبارزې سیاست مخ ته وړي، چې له نېکه مرغه له امله یې په ایران کې د پخوا په پرتله د مخدره توکو د قاچاق کچه کمه شوې او دا یو مثبت ګام دی.

نوموړي په ایران کې افغانانو د شکنجې په اړه ویلي؛ چې موږ په دې برخه کې خورا جدي موقف لرو او د لازمې همغږۍ او معلوماتو شریکولو په همکارۍ به په راتلونکې کې لازم اقدامات ترسره شي.