ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: د دولتي شرکتونو د خپلواکې ادارې په رامنځته کېدو سره به شرکتونه همغږي او په چارو کې به یې ښه‌والی راشي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د امارتي شرکتونو د تقویې او انسجام په موخه د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کړې.

 ملا عبدالغني برادر اخوند د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، د انحصار او احتکار د مخنيوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له فرمان سره سم د خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو په پار نن د روان لمریز کال د سلواغې په لومړۍ نېټه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

غونډه کې د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو او د امارتي شرکتونو د مسولینو په ګډون جوړه شوې وه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال د یادې ادارې جوړېدل مهم بللي او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د دولتي تصدیو او شرکتونو فعالیتونه زیات اغېزناک و.

د تېرې قمري پېړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودیجه برابروله او خدمات یې تر خصوصي سکټور لوړ وو.

نوموړي زیاته کړې؛ آن هغه خدمات چې خصوصي سکټور به یې په ترسره کولو کې پاتې راغی، دولتي تصدیو او شرکتونو به په پوره مسلکیتوب او قوت سره ترسره کول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ له بده مرغه له هغه وروسته د افغانستان د نورو برخو تر څنګ دولتي شرکتونو او تصدیو ته هم ډېر زیان ورسېد.

په تېرو ۴۰ کلونو کې یادو شرکتونو ته چا سر هم ور ښکاره نه کړ.

ښاغلي برادر د اسلامي امارت له لوري د ډېری دولتي شرکتونو بېرته فعالیدو ته په اشارې سره ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ او د مالیې وزارت په هڅو سره ډېر شرکتونه بېرته فعال او په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا؛ په تېر کې د شرکتونو د ناوړه حالت یو عمده لامل د اشخاصو له لوري د دې شرکتونو ناسم مدیریت و، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې دولتي او غیر دولتي شرکتونه د کمېټو او بورډونو له لوري رهبري کېږي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دولتي شرکتونو د خپلواکې ادارې رامنځته کول همدې موخې ته رسېدل بللي او زیاته کړې یې ده؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د فرمان پر بنسټ به اوس‌مهال ټول امارتي شرکتونه د یوې واحدې ادارې تر چتر لاندې راشي، چې چارې به یې مثبتې او ښې پرمخ ولاړې شي.

دغه اداره د امارتي شرکتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د چارو د ښه مدیریت او د انحصار او احتکار د له منځه وړلو په خاطر د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ۲۱مې ګڼې فرمان پر بنسټ رامنځته شوې ده.

د غونډې ګډونوالو په وینا، چې دغه اداره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ګټوره تمامه شي او ورسره به د ملي عوایدو کچه لوړه شي.