ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر خوست کې؛ د جګړې شعار ورکوونکي به د ملت له مخالفت سره مخ شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د خوست جهادي مدرسې د دستاربندۍ او فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سربېره، د امر بالمعروف او نهې المنکر سرپرست وزیر، حافظ انس حقاني، د وزارتونو د څو تنو مرستیالانو، علمای کرامو، د خوست سیمه‌ییزو مقاماتو او د خوست زرګونه اوسېدونکو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.

دې ناستې ته په وینا کې محترم مولوي عبدالکبیر ټولو فارغ شویو علماوو، د جهادي مدرسې مسولینو او مدرسینو ته د فراغت مبارکي ویلې او ویلي یې دي، چې د مدرسو او پوهانو د زیار په پایله کې هېواد امن او مدرسو ته د خدمت ښه زمینه برابره شوې ده.

مولوي عبدالکبیر اوسنی حکومت بشپړ اسلامي نظام بللی او په وینا یې له اسلامي امارت سره په جهادي مبارزه کې د ملت او افغان قومونو نږدې ملګرتیا د دې سبب شوه، چې د غرب پر وړاندې جهاد بریالی شي.

محترم سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې هېواد کې د اسلامي نظام دښمنان هیڅ ځای نه لري، خلک او ولسونه نور اجازه نه ورکوي چې څوک د دې نظام په خلاف بغاوت وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان نور له جګړو ستړي دي، له کابو پنځو لسیزو جګړو را وروسته افغانان خپلې همیشنۍ موخې ته چې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت دی رسېدلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اوس د هېواد رغونې وخت دی، نه د جګړو او نا امنیو د رامنځته کېدو وخت. هر څوک که د جګړې شعار ورکړي او یا په افغانستان کې د امنیت د اخلال هڅې وکړي، لومړی به د ملت له شدید مخالفت او مزاحمت سره مخ شي.

د نوموړي په وینا؛ له اسلامي نظام څخه ملاتړ د هر فرد او علماوو وظیفه ده.

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې په اسلامي امارت کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي او هر ډول تعصب او تبعیض له منځه تللی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له حکومت سره د خوست د قومي مشرانو د همکاریو له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې قومي مخور او ولسونه دې له حکومت سره خپلې اړیکې وساتي.

دغه‌راز اسلامي امارت له هېوادونو سره مثبت او ښې اړیکي غواړي، د ستونزو د حل لپاره یې د خبرو اترو دروازه پرانستې ساتلې، خو دا هم په ډاګه کوي چې پر اسلامي امارت هېڅ ډول فشار نتیجه نه ورکوي.

دې ناستې ته د امر بالمعروف او نهې المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هم وینا کړې او فارغ شویو علماوو ته یې مبارکي ویلې ده.

نوموړي فارغو شویو علماوو ته په وینا کې ویلي، چې د ټولنې په اصلاح کې خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړئ.

ښاغلي شیخ خالد زیاته کړې؛ غرب غوښتل د ډیموکراسۍ او په ورته نورو نومونو افغان ټولنه ناسم لوري ته بوځي خو بهرنیان خپلو موخو ته ونه رسیدل.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ښځو حقونو د ورکړې مسولیت لري او میرمنې خپل حقوق ترلاسه کولای شي.

دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني ویلي، چې دیني مدرسو ته تر بل هر وخته ښه سهولتونه رامنځ ته شوي او له فارغ شویو علماوو یې غوښتنه کړې، چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او په ترلاسه کړو زده‌کړو بسنه ونه کړي.

حقاني یادونه کړې، چې فارغ شوي علما دې د دندې پر ځای تدریس او لوړو زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړي څو ټولنه سم حالت ته ورسیږي.

د ناستې په پای کې د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق ویلي، چې اسلامي امارت د مدرسو پیاوړتیا او غوره تدریس په موخه ګڼ اغېزمن کارونه ترسره کړي او لاهم دوام لري.

د ښاغلي طارق په خبره په ۳۳ ولایتونو کې جهادي مدرسې جوړې شوې او تر دې مهاله ۳ زره کسان ترې فارغ شوي دي.