ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: له دې وروسته به د پولیو پېښې په کور دننه تشخیص کیږي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د یو خبرې کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان هېواد د  ان آی اچ ادارې له لوري په کونړ ولایت کې د یوې لس کلنې ماشومې د پولیو (ګوزن) ناروغۍ د اخته کېدو په تړاو خپور شوی خبر رد او په دې اړه خپرې شوې ویناوې یې بې بنسټه او غیر مسولانه ګڼلي.

ډاکټر قلندر عباد وویل د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر بنسټ دغه ماشومه په نیورولوژي (یو ډول مغزي ناروغي ده) اخته ده، د وجود یوه برخه یې فعالیت نه لري او د پولیو هېڅ ډول نښې نښانې یې په وجود کې شتون نه لري.

ښاغلي عباد په دې اړه خپور شوی خبر له حقیقت لېرې ګڼلی او ویلي يي دي، د دې ماشومې په اړه د یادې ادارې ویناوې غیر مسولانه دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

سرپرست وزیر همداراز په افغانستان کې د پولیو د تشخیص د لابراتوار د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړ او په نیږدې کې به یې پرانیسته وشي او وروسته له دې به د پولیو پېښې په کور دننه تشخیص شي.