ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص: نېږدې راتلونکي کې به کابل کې د سوري زړه درملنې په موخه مجهز روغتون جوړ شي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر بوډي رحمت سوریا ساپوترا سره لیدنه کړې.

مولوي مطيع الحق خالص د اندونیزیا سفیر ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ له افغاني سرې مياشتې سره د اندونيزيا له مرستو مننه کړې او د ياد هېواد مرستې يې د اړمنو او بې سرپرسته کورنيو په لاسنيوي کې اغېزمنې بللي.

ښاغلي خالص ویلي؛ افغاني سره مياشت د یو ملي خپلواک مرستندوی بنسټ په توګه د بشرپالو کړنو په ترسره کولو کې د ارګانونو ملاتړې ده، خو خپلې چارې د هر چا له مداخلې پرته پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغاني سره مياشت تل هڅه کوي د نړیوالو مرستنديو بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت تر اړمنو، بې سرپرستو او پېښځپلو ورسوي.

سرپرست رییس ویلي؛ افغاني سره مياشت د روغتيا برخه کې د بېلابېلو روغتيايي خدماتو ترڅنګ په رواني ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه هم کوي او په پام کې لري نېږدې راتلونکي کې پلازمېنه کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه مجهز روغتون هم جوړ کړي.

د اندونیزیا سفیر خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او بشرپال خدمتونه ستایلي او د لا ډېرو همکاریو ژمنه یې کړې.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې مرستون کې د حرفوي زده کړو د زده کوونکو د اوبدل شويو توکو لیدنه هم وکړه.