د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم مشرانو د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره لیدنه کړې او د یاد ولایت د پوهنې پر یو لړ مهمو موضوعاتو یې تفصیلي خبرې کړي.
دوی د پوهنې وزارت مشرتابه ته د پکتیا ولایت په ښوونیز وضعیت، د دیني مدارسو د رسمي کولو، په ښوونیزو بنسټونو کې د ښوونکو د کمښت د ستونزو د حل او د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې په اړه معلومات ورکړي.
دغه راز راغلي پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست څخه غوښتي، ترڅو د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه دې پکتیا ته سفر وکړي.
پوهنې سرپرست وزیر ویلي؛ په ټول هېواد کې د دیني مدارسو او ښوونځیو جوړول او پیاوړتیا د پوهنې وزارت د پلانونو په سر کې دي او د یاد وزارت مشرتابه د اړوندو پلانونو پلي کولو ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د پوهنې وزارت د پکتیا ولایت د ښوونیزو او روزنیزو ستونزو د هواري او ژر تر ژره د حل په موخه، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.