ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د پولي ثبات ټینګښت او د پیسو قاچاق مخنیوي لپاره د افغانستان بانک هڅې!

د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د هېواد د پولي بازارونو ښه تنظیم په موخه یې اشخاصو او صرافانو ته د شرکت تر سرلیک لاندې د صرافۍ او پولي خدماتو فعالیت جوازونه صادر کړي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي؛ پولي شرکتونه مکلف دي چې د قوانینو او مقرراتو له مخې فعالیت وکړي.

له بل لوري د کابل شهزاده سرای صرافانو ټولنه له افغانستان بانک څخه صرافانو ته  د شرکتونو د جواز ورکول ارزښتناک بولي او وايي، چې دا جواز صرافانو ته د ګټې تر څنګ، د بهرنیو بیو پر وړاندې د افغانۍ ثبات او د قاچاق په مخنیوي کې ګټور تمامیدای شي.

د دې تر څنګ افغانستان بانک د افغانۍ ثبات ساتنې په موخه ګڼې هڅې کړې او وخت پر وخت یې زیات امریکايي ډالر لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک په هڅو افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او د سیمې په کچه یو له ارزښت لرونکو اسعارو څخه ګڼل کېږي.