ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې نن د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۱مه نېټه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

په یادو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او د دې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې بللي او له قراردادي شرکتونو یې غوښتي، چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

دغه پروژې د کابل هوايي ډګر کې د پارکېنګ او انتظارخونې، د فاریاب ولایت د آقینې بندر د تیرپارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل جوړول دي، چې ټول لګښت یې شاوخوا دوه میلیارده افغانیو ته رسیږي.

د یادو پروژو په پلي کېدو سره به له یوه لوري هېوادوالو ته معیاري ترانسپورټي خدمتونه وړاندې او له بل لوري به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.