د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د بهرنیو او کورنیو خصوصي شرکتونو له لوري د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث شوی.
یادې غونډې ته د خصوصي شرکت له لوري د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې تر هر اړخیز بحث وروسته د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.
دغې ناستې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو د ننګرهار ولایت په مهمندره ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د تیرپارک جوړولو طرحې د ارزونې راپور هم وړاندې کړی، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
همدارنګه د پاتې نورو طرحو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي، څو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.