ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیال کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکز متون په ګډون د خوست د ټولو ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت زعیم او مشران عادل کسان بللي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د عفوې له اعلان سره په افغانستان کې د وینې تویېدو او د هېواد ورانېدو مخه ونیوله.

هغوی زیاته کړې؛ ولسونه د اسلامي امارت ملاتړي دي او دا خپله د کورني مشروعیت په مانا ده.

دغو قومي مشرانو وړاندېز کړی، چې د لویې پکتیا د خلکو ستونزو د حل لپاره دې د غلام خان بندر له لارې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او په خوست کې بنسټیزې پروژې عملي شي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي ویلي، چې د افغانانو د یووالي او سرښندنو په پایله کې امریکا او ناټو له افغانستان څخه وایستل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام د عدالت تامین خپل لومړیتوب ټاکلی که له هر چا سره ظلم وشي او په دې وزارت کې خپل شکایت ثبت کړي، نو په حق کې به یې عدالت تامین شي.

دغه‌راز په کابل کې ۱۲ زره د بحث وړ مسایل حل او دا لړۍ په ټول هېواد کې ادامه لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د خوست د قومي مشرانو او علماوو د دوامداره همکاریو مننه کړې.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت له پخوانیو جهادي دورو سره په توپیر، د جهاد تر بریا وروسته په سیاسي برخه کې هم بریا خپله کړې او د جهاد هدف یې چې پیاوړی اسلامي نظام وو، رامنځته کړ.

محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت حکومت د سیمې او قوم له پلوه ټول شموله بللی او ویلي یې دي، چې پخوانیو فاسدو څېرو ته ملت د حکومت کولو اجازه نه ورکوي او نه هم اسلامي امارت ته د زغم وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کمزوري اقتصاد باوجود د خلکو د ملاتړ په پایله کې قوي نظام رامنځ ته کړی، په ټولو ولسوالیو او د هېواد پر جغرافیه بشپړ حاکمیت لري او د اسلامي شریعت احکام پکې پلي کیږي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت نړۍ ته د امن پیغام لري او له نړیوالو غواړي، چې د افغانستان په رغاونه کې ورسره همکاري او مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د سیمې په کچه لويې پروژې پیل کړي چې بې‌وزلي به ورسره پای ومومي او همدارنګه حکومت هڅه کوي په اقتصادي او تحصیلي برخه کې افغانستان پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیال کړي.

نوموړي په پای کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د نړۍ اړیکي د رسمیت پيژندلو په چوکاټ کې دي او خوستوالو ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوی غوښتنو ته به هر اړخیز پام وشي.