د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبیکستان هېواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف او ورسره مل پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه کړې او ویلي يي دي؛ موږ په تېر یو کال په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لرو، چې په راتلونکي کې د هېواد د سرحداتو کارونه نور هم پیاوړي کړو.
همدا رنګه نوموړي ازبیکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.
ازبیکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.