ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزارت د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د سیلابونو راوتلو اټکل کړی

د اوبو او انرژي وزارت د روان لمریز کال د کب له شپږمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل کړی.

یاد وزارت د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی.

د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په یادو شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

د اوبو او انرژي وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه، چې د یادو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي غوښتنه کړې، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.