ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستاني پوځي رژيم یوځل بیا د افغانستان حریم نقض او ملکي کورونه يې بمبار کړي

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د پاکستان متجاوز پوځ یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړی.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان تېره شپه په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ملکي کورونه بمبارکړي چې له امله یې د یوولسو ماشومانو، یوې مېرمنې او یو سړي په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: «موږ دغه بشري جنایت او تجاوز په کلکو ټکو غندو.»